د اوبو او برېښنا وزارت د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې سبا او بله ورځ په کابل سیندیزه حوزه کې د دوامداره ورښتونو او اوبو کچې لوړوالي له امله د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی. د اوبو او برېښنا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو ناڅاپه سېلابونو ډېر اټکل د غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، میدان وردګ، غوربند، پنجشیر، لغمان او کونړ سیندونو پر لاره شته دی.