هغه د «ژوند لارې» پودکاستي لړۍ نوبتي اتمه برخه په اوسنیو شرایطو کې چې د اقتصادي هڅو مرکزونه له لوېدیځ نه ختیځ ته لېږدي، د افغانستان د جغرافي موقعیت د ارزښت سپړلو ته بېله کړې ده. د ښاغلي غني په باور، د افغانستان د موقعیت ارزښت د لرغونې سوداګرۍ له لارو او بهیرونو ښه جوتېدلی شي چې هم یې د ختیځ او لوېدیځ تر منځ د ترانزیت او هم د ارزښتناکو محصولاتو د صدور له پلوه اوچت دریځ درلود. خو دغه دریځ د افغانستان د پرله پسې شخړو له امله په لسیزو کې کمرنګه شوی او آن هېر شوی دی. هغه د ساري په ډول وویل: «د جمهوریت لومړیو کې چې زه مالیې وزارت کې وم او غوښتل مې د افغانستان د کانو سروې را پيل کړم، امریکاییانو او اروپاییانو به د شا راپسې ویل: «په ټولو لېونتوبو کې یې تر دې لوی لېونتوب بل نه شته، ځکه افغانستان بې کاڼو او خاورو نور څه نه لري!» خو ښاغلی غني وایي چې زموږ په خپلو امکاناتو له بشپړې شوې سروې وروسته قانع شول چې «افغانستان د سرو زرو مرغۍ ده» او دلته لږ تر لږه د زرو میلیاردو ډالرو په ارزښت کانونه خښ دي. ولسمشر غني وایي چې موږ په لرغونو زمانو کې د یوه برابر تجارتي شریک په توګه له آسیا او نورې دونیا سره راکړه ورکړه درلوده چې د مسو، اوسپنې، قیمتي کاڼو او ارزښتناکو فلزاتو نه نیولې تر څارویو او څارویزو محصولاتو پورې زموږ له هېواده تلل او د نړۍ قیمتي مالونه لکه درمل، رنګونه، ورېښم او نور پر دې خاوره د نړۍ لرې ګوټونو ته رسېدل. د ښاغلي غني په باور افغانستان د مادي ارزښتونو د چمتو کولو ترڅنګ، نړۍ ته د پوهې، پوهانو او افکارو په صادرولو هم خپل دریځ تر اسلام وړاندې او هم په راوروسته اسلامي دورو کې ساتلی دی او له دې امله باید افغانان ځانونه په تاریخي تمدني بهیر کې وویني او له دې لارې یې له سره تعریف کړي. ولسمشر غني په افغانستان کې د ښاري کلتور وده او بڼه د آسیا له نورو ښارونو سره تړلې وبلله چې د یوې ګډې مجموعې په توګه یې دوام کړی او واټنونه یې د نژدېوالي خنډ شوي نه دي، لکه چې « د مثال په توگه، د احمده شاه بابا د مشهور وزیر شاهولی خان یو قسمت جایداد په بغداد کې و او یوه بله برخه یې بمبئي کې وه. دې ټولې سلسلې موږ سره تړلي وو. پس له [هغې] چې افغانستان انزوا خوا ته لاړ، دا سلسلې کمزورې شوې.» د انزوا دا حالت، د ښاغلي غني له نظره د وروستیو پېړیو د استعماري امپراتوریو د سیالیو له امله پر افغانستان و تپل شو او ځکه یې هم له آسیا او نړۍ نه جلا کړ او هم یې له پرمختګه راوګرځاوه. ځکه نو د افغانستان موقعیت د ولسمشر غني په خبرو، د نعمت تر څنګ د تاریخ پړاوونو کې په مصیبت هم اوښتی چې د هند شتمنیو ته د خوځېدونکو یرغلګرو تر پښو لاندې د افغانانو ژوند او تاسیسات زیانمن شوي او آن د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې یې د پاتې خاورې موجودیت هم له ګواښ سره مخامخ شوی دی. دی وایي: «غوښتل یې کندهار بېل کړي؛ هرات وشکوي؛ شمال پرې کړي، آن غوښتل یې کونړ کې څو جلا جلا خانۍ رامنځ ته کړي او کابل په یوه جلا حکومت واړوي چې د کابل پاچایي وبلل شي او که [په میوند کې] د سردار محمد ایوب خان له خوا انګرېزان مات شوي نه وای دغه طرحه یې عملي کېدله». د میوند تر بري وروسته هم استعماري امپراتوریو هېواد په خپل حال پرېنښود او په ګډ تړون سره د روس او انګرېز ترمنځ د یوه حایل یا جلا کوونکي دولت په توګه ومنل شو او همدا د افغانستان د نړیوالې انزوا او له نورو د شاته پاتېدو اوج شو. خو ولسمشر غني وایي چې نړۍ اوس اوښتې او حالات بدل شوي او موږ باید په دغو اوښتو حالاتو کې د خپل موقعیت په بیا موندلو، یو ځل بیا د لرغونو زمانو په دود د جغرافیو د نښلوونکي ونډه ادا کړو او له تاریخي انزوا راووځو.