د بلغاریا په پلازمېنه صوفیه کې څو تنو په تیږو او فلزي سیخونو پر یوه افغان او د هغه پر بلغارۍ ماندینې حمله وکړه.
بلغاري رسنۍ وايي چې دا پېښه په رڼا ورڅ د دغه افغان، چې جاوید نوري نومېږي، د کور په مخ کې شوې او له کبله یې نوري کوما شوی دی.
جاوید نوري او مېرمن یې له کوره وتلي و چې کار ته لاړ شي، یو شمېر ناپېژندل شوي کسان یې مخ ته راغلل، ده ته خلک خطرناک ښکاره شول او سمدستي یې ایمرجنسي (۱۱۲) ته ټېلفون وکړ خو مخکې تر دې چې مرسته ورته راورسیږي، ناپېژندیو کسانو پرې حمله وکړه.
————————
د پاکستان له تروریزم سره د مبارزې مرکز ادعا کوي چې په خیبر پښتونخوا کې پر چینايي انجینیرانو حمله کوونکی افغان و.
دغه مرکز ویلي چې امنیتي ځواکونو د دې برید په تړاو ۱۰ تنه نیولي چې ټول په ټي ټي پي پورري تړلي دي.
دا په داسي حال کې ده چې ټي ټي پي په دې برید کې لاس لرل په کلکه رد کړي دي.
له حملې یوه ورځ وروسته د ټي ټي پي ویندوی محمد خراساني په یوه خبرپاڼه کې وویل:«زموږ هدفونه د ورځې په شان راڼه دي، یوازې امنیتي ځواکونه او د هغو جاسوسان په نښه کوو.»
پر چینايي انجینیرانو په حمله کې ۵ چینایان او یو پاکستانی موټر چلبوونکي یې ووژل شول. له دې پېښې وروسته چین په پاکستان کې پر دوو بندونو کار وځنډاوه.
————–
د ترکیې د ښاروالیو د انتخاباتو نتیجې ښيي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ګوند د استانبول په شمول په اکثرو ښارونو کې پاته راغلی دی.
اردوغان اعلان کړی و چې په دې انتخاباتو کې به د ده ګوند د سترو ښارونو کنټرول ترلاسه کوي.
د اپوزیسیون لوی ګوند (د خلکو جمهوریپال ګوند) په ۸۱ ښارونو کې تر ټولو ډېرې چوکۍ ګټلي دي.
د ترکیې د دولتي خبري اژانس انادولیا د راپور له مخې، د اردوغان اصلي مخالف ګوند د ترکیې له ۸۱ ولایتونو څخه په ۳۶ ولایتونو کې بشپړ بری ترلاسه کړی دی. یعني په دغو ښارونو کې له کوم بل ګوند سره ايتلاف ته اړتیا نه لري.
دغه ګوند په مجموع کې ټولټال ۳۷ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.
———————–
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما وایي، د ماین پاکۍ همکارانو یې په افغانستان کې له څه باندې درې زره کیلو متر مربع ساحې څخه ماینونه او ناچاودلي وسایل پاک کړي دي. یوناما دا خبره د ماینونو د خطر د عامه پوهاوي د نړیوالې ورځې په درشل کې وکړې. د یوناما له له دې بیانه یوازې یوه ورځ مخکې، یعني پرون د غزني په ګیرو ولسوالي کې ۹ تنکي ماشومان د یوې ناچاودې سرګلولې په چاودنه کې ووژل شول.
————————
د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یوناما وايي، وروستیو سختو ورښتونو په افغانستان کې کروندګرو ته ډېر تاوانونه اړولي دي.
یوناما پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د دغو ورښتونو په نتیجه کې ۱۵۰۰ هکتاره کرنیزه مځکه او ۵۴۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
د یوناما پر اساس، دا د افغانستان په شمال کې په یوه میاشت کې درېیم سیل دی چې ۷ تنه یې مړه کړي او ۴۰۰ کورنۍ یې اغېزمن کړي دي.
وروستیو سیلونو او ورښتونو په فاریاب، سرپل او ننګرهار کې ډېر تاوانونه پېښ کړي دي.