د راپورونو له مخې تېره شپه په کونړ کې د ډیورنډ پر کرښه د پاکستانیو ځواکونو او د طالبانو د ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. په سیمه کې یوې سرچینې دا نښته تایید کړه او ویې ویل چې لومړی پاکستانیو ځواکونو د دانګام ولسوالۍ په وړې ګوریکا باندې د توپونو ډزې وکړې چې وروسته دوی هم د پاکستانیو پوځیانو نژدې پوستې په نښه کړې. د سرچېنې په وینا، دغو نښتو دوه ساعته دوام وکړ او دوی ته کوم زیان نه‌دی رسېدلی.
افغان ميديا