د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې د ایران د احتمالي برید پر وړاندې به له اسرائیل سره کلک ملاتړ کوي. ایران ګواښ کړی چې د سوریې پلازمېنه دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د مرګوني هوايي برید غچ اخلي.
په دغه برید کې د سپاه پاسداران د ۷ مهمو قومندانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي وو.
اسرائیل رسمآ د ایران پر کونسلګرۍ د برید مسوولیت نه دی منلی، خو رد کړی یې هم نه دی.
د ایران ستر مذهبي مشر ‘ایت الله علي خامنهاي’ همدا تېره ورځ (چارشنبه) یو ځل بیا وویل چې اسرائیل به د دغه برید سزا خامخا وګوري.
واشنګټن کې د بيبيسي خبریال وایي، امریکايي چارواکو ایران ته دا پیغام لېږدولی چې له اسرائیل سره د غزې جګړې په تړاو له اختلافانو سره سره به، پر دغه هېواد د ایران هر ډول برید له پریکنده ځواب سره مخامخ شي.
اکسیوس نشریې هم یوه رپوټ کې لیکلي چې د سعودي عربستان، متحدو عربي اماراتو، قطر او عراق بهرنیو چارو وزیرانو چارشنبه له خپل ایراني همپوړي سره تلېفوني خبرو کې هغه ته منځني ختیځ لپاره د جو بایډن د ځانګړي سفیر ‘برټ مکګوري’ دا پیغام لېږدولی، چې کړکېچ دې نه ستروي.
د سیمي هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره د حسین امیر عبدالهیان د تیلیفوني خبرو رپوټونه ایراني رسنیو هم خپاره کړي دي.