تاند (پنجشنبه، د حوت ۲۴ مه)
د افغانستان د شیعه عالمانو شورا د هیواد د شیعه ټولنې غوښتنې او وړاندیزونه په لیکلې بڼه د طالبانو د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال ته وسپارلې.
د ريیس الوزرا د سیاسي مرستیال مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي عبدالکبیر د افغانستان د شیعه علماوو شورا له غړیو محمد اکبري، سیدحسین عالمي بلخي او نعمت الله غفاري سره لیدلي دي.
د خبرپاڼې پر اساس مولوي کبیر شیعه علماوو ته ډاډ ورکړ چې د دوی پر وړاندیزونو او غوښتنو به غور وشي.
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰————–
افغانستان له ۲۱۸ راوروسته په لومړي وار د نړۍ د هغو ۵ هیوادونو له لیسته ووت چې تر ټولو ډېر تروریزم ځپلي دي.
د ۲۰۲۴ د تروریزم په نړیوال انډیکس یا شاخص کې افغانستان شپږم شوی دی. تېر کال په افغانستان کې تروریستي پېښې د پام وړ کمې شوي دي.
په ۲۰۲۳ کې په افغانستان کې ۱۱۹ تنه په تروریستي بریدونو کې وژل شوي چې دا د ۲۰۲۲ پرتله په سلو کې ۸۱ کموالی ښيي.
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
ټیک ټاک له جدي ننګونې سره مخامخ شو
د امریکا د استازو جرګې د رایو په غوڅ اکثریت یوه لایحه تصویب کړه چې پر اساس یې ټیک ټاک باید یا له خپل مرکزي چینايي شرکت سره اړیکې وشلوي او یا به په امریکا کې پرې بندیز لګول کېږي.
ټیک ټاک حاضردمه د نړۍ تر ټولو ډېره کارول کطدونکې ټولنیزه شبکه ګڼل کېږي.
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
د بې پولې خبریالانو ټولنې له طالبانو وغوښتل چې د رسنیو له ځپلو لاس واخلي.
دې ټولنې ویلي چې طالبانو د رسنیود محدودولو لپاره خپل ځپونکي اقدامات په ښځو متمرکز کړي دي.د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي چې طالبانو په ځانګړي ډول په کندهار او خوست کې پر ښځینه خبریالانو ساحه تنګه کړې او داسي ښکاري چې دا محدودیتونه به نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
د سالنګ لویه لار، چې د واورو د اورېدو له امله دوې ورځې وړاندې بنده شوې وه، نن بېرته پرانیستل شوې ده.
دا لار پلازمېنه او د هیواد جنوبي ولایتونه له شمالي ولایتونو سره نښلوي.
د ټولګټو وزارت لپاره د طالبانو ویندوی محمد اشرف حق شناس نن وویل چې د سالنګ لویه لار سهار ۵ بجې پرانیستل شوې ده.
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
په پاکستان کې د بې درکه شویو خلکو د موندنې کمیسیون وايي چې یوازې په تېره فبرورۍ میاشت کې یې د ۴۲ تنو نورو د بې درکۍ قضیې ثبت کړي دي.
دغه کمیسیون د ۱۰ زره ۱۸۵ تنو بې درکي ثبت کړي چې د هغو له منځه یې ۷۸۶۸ قضیې حل کړي خو ۲۳۱۷ نورې قضیې نا حل پاته دي.