تاند ( یکشنبه، د دلوې ۲۹مه) ټاکل شوې چې نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان پر وضعیت د بحث لپاره د ملګرو ملتونو په کوربه توب یوه دوه ورځنۍ غونډه پيل او سبا هم دوام وکړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیریش ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو، سیمې او سازمانونو ځانګړي استازي او ځینې افغان مېرمنې ګډون ولري.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون تایید کړه چې له ۲۵ تر ۲۸ پورې د هېوادونو استازو ته د دوحې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
له دې سره، د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی په دې غونډه کې ګډون نه کوي.
سرچینې د دغه نه ګډون دلیل، د دوی د شرایطو نه پوره کېدل ښودلي.
د دوحې په مخکېنۍ غونډه کې چې د ۲۰۲۳م کال په مې میاشت کې هغه هم د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش په کوربه توب جوړه شوې وه، طالبانو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې، چې طالبانو ورباندې انتقاد کړی و.
د طالبانو منتقدان دوی تورنوي، چې په دا ډول افراطي کړنو هم د خپل رژیم نه په رسمیت پېژندلو او هم د افغانانو انزوا او سختو ورځو ته دوام ورکول غواړي.