تاند ( جمعه، د دلوې ۲۰مه) په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د لېوالتیا په اړه د طالب چارواکو د ادعاوو په دووام، نن د دوی د د کانونو او پټروليم وزير شېخ شهاب الدين دلاور ویلي چې هندي پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده

د هغه دفتر ویلي، چې دا لېوالتیا له نوموړي سره یو شمېر هندي پانګوالو  په کتنه کې د سربو، جستو او ډبرو سکرو پر کانونو پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

هغه زیاته کړې، چې دغو پانګوالو ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی او ويلي يې دي چمتو دی چې بهرنيو پانګوالو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړې.