تاند ( جمعه، د دلوې ۲۰مه) په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د لېوالتیا په اړه د طالب چارواکو د ادعاوو په دووام، نن د دوی د د کانونو او پټروليم وزير شېخ شهاب الدين دلاور ویلي چې هندي پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده
د هغه دفتر ویلي، چې دا لېوالتیا له نوموړي سره یو شمېر هندي پانګوالو په کتنه کې د سربو، جستو او ډبرو سکرو پر کانونو پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.
هغه زیاته کړې، چې دغو پانګوالو ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی او ويلي يې دي چمتو دی چې بهرنيو پانګوالو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړې.
پرون د سوداګرۍ او صنعت وزارت لپاره د طالبانو د رژیم سرپرست عزیز الدین نوري هم په یوه غونډه کې وویل، چې د ډېرو بهرنیو هېوادونو پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.
د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، چې شاوخوا دوه نیم کاله کیږي، هر څو ورځې وروسته طالب چارواکي ورته ادعاوې کوي، خو تر اوسه نه ده معلومه چې څومره بهرنیو پانګوالو د افغانستان په کومه سیمه کې عملاً پانګونه کړې.
د طالبانو یو شمېر منتقدان دوی په دې برخه کې په تبلیغاتو تورنوي او وايي طالب چارواکي د پرځېدلي جمهوري نظام د چارواکو په شان په داسې خبرو غواړي عامه ذهنیت وغولوي.
د دوی په وینا، له شک پرته افغانستان کې د طالبانو د جګړې له پای ته رسېد او امنیت راتلو سره د پانګونو ښه زمینه برابره ده، خو د دوی په باور، تر هغې چې د افغانستان واکمن رژیم قانوني او مشروع نه شي، چارې یې مسلکي کسانو ته ونه سپارل شي او طالب رژیم له افراطي کړنو لاس وانخلي، د دې پر ځای چې بهرنیان دغه هېواد ته د پانګونې لپاره راشي، له افغانستانه د شته پانګونو د وتو د دوام خطر لا شته.