تاند {8 فبروری 2024}: د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام یوه مخکښ چارواکي عمر داودزي د خپلو خاطرو په کتاب کې له واکه د پخواني ولسمشر حامد کرزي له ایسته


کیدو وروسته، د خپل ځای ناستي( محمد اشرف غني) پر ضد د ښاغلي کرزي د ادعا شویو هڅو په اړه ځینې افشاګرۍ کړې دي.

داودزي په دې کتاب کې لیکلي، چې په 2015 کې هغه مهال چې په حکومت کې یې هیڅ کومه دنده نه لرله، د روسیې استازي ضمیر کابلوف ورسره په دوبۍ کې ولیدل او د اشرف غني د حکومت پر ضد یې د یوه لوی سیاسي ایتلاف په جوړولو کې مرسته ترې وغوښته، خو ده رد کړه.

نوموړي په دې کتاب کې دا هم لیکلي، چې د کابلوف د غوښتنې له ردولو وروسته حامد کرزي ورته ټلیفون وکړ او کابلوف سره یې د همکارۍ ټینګار وکړ، چې بیا هم ده رد کړه.

داودزي زیاته کړې، چې کابل ته له ستنېدو وروسته کرزي خپل کور ته وباله او ترې ویې غوښتل چې که دی او د سیاف په مشرۍ د حراست او ثبات شورا د غني خلاف نه ورسره یو ځای کیږي، د هغه خلاف د لویې جرګې د جوړېدو د غوښتنې مخالفت دې هم نه کوي.

عمر داودزی چې د کرزي د واکمنۍ پر مهال د هغه د دفتر رییس او پر څو نورو مهمو دندو هم پاتې شوی و، زیاتوي چې د کرزي د غوښتنو د نه منلو له امله وروسته په یوه مجلس کې د دواړو تر منځ توند الفاظ هم تبادله شول او تر پایه د دوی اړیکې بېرته عادي حالت ته ونه ګرځېدې.

د داودزي په وینا، په دغه مجلس کې سیاف هم و او هغه د ده پلوي وکړه.

داودزي د کرزي په اړه د خپلو خاطرو په کتاب کې دا هم ویلي، چې کابل نیوز تلویزون د هغه په غوښتنه عبدالکریم خرم د دې لپاره جوړ کړ چې تبلیغات ورته وکړي او د جوړولو لپاره یې له سوداګر احسان الله بیات څخه ورته یو میلیون ډالر واخیستل.

د کرزي مخالفانو تر دې مخکې هم هغه تورن کړی و چې د پرځیدلي جمهوري نظام پر ضد یې پراخې هڅې او توطیې کولې.

د ښاغلي کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم بیا څه موده مخکې په یوه مرکه کې د اشرف غني په مشرۍ د حکومت خلاف هڅو کې د کرزي او د هغه د پلویانو لاس لرل رد کړي او د حکومت نسکورېدو اصلي ملامتي یې پر ولسمشر غني واچوله او ویې ویل، چې دوی هغه ته یو جوړ حکومت سپارلی و، خو د ده په وینا نوموړی او ټیم یې په ساتلو کې پاتې راغلل.