تاند ( چارشنبه، د دلوې ۱۸ مه) راپورونه وایي، چې په کابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ د ایران په نفوذي توب یو مشهور تورن سیاسي – فرهنګي فعال عیسی مزاري حسیني د خلکو د شکایت له مخې احضار کړی.

ویل شوي چې ښاغلي مزاري نه د کابل د لویدیزې سیمې( دشت برچي) یو شمېر خلکو شکایت کړی او هغه یې د دوی په سپکاوي تورن کړی.

حسیني مزاري څه موده مخکې په ایران کې د یوې وینا پر مهال ادعا کړې وه، چې د پرځیدلي جمهوري نظام پر مهال یوازې د کابل په دشت برچي کې زرګونه فاحشه خانو فعالیت درلود او هم د عیسویت د ترویج لپاره مرکزونه پرانیستل شوي وو.

هغه څه موده مخکې د کابل له یو خصوصي تلویزون سره د مرکې پر مهال د خپلو دغو څرګندونو ننګه وکړه او ویې ویل، چې دی هم په دشت برچي سیمه کې اوسیږي او په دې اړه پر خپلو خبرو ولاړ دی.

اوس خلکو د طالبانو امنیې قومندانۍ ته شکایت کړی او هغه یې ځواب ویلو ته غوښتی.

حسیني مزاري د تبیان په نوم د یوه ظاهراً فرهنګي مرکز مشر دی، چې د جمهوري نظام له مهاله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت کوي.

دغه مرکز یو خبري اژانس، ځینې چاپي نشرات او دغه راز فرهنګي پروګرامونه لري چې تر ډېره د ایران د کړنو او سیاستونو ملاتړ یې محور دی.

مزاري د طالبانو لخوا د ده احضارولو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د هغه یادې څرګندونې په پراخه کچه د خلکو توند غبرګون سره مخ شوې وې.