تاند (پنجشنبه، د حوت ۳ مه) د پښتونخوا ملي ‏عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي که د پاکستان حکومت د چمن د احتجاج کوونکو غوښتنې نه مني نو د سيمې د خلکو له لښکر سره به د ډېورنډ په ‏کرښه لګيدلي اغزن ته تار ته اول هغه لاس ور اچوي او بيا چې د پاکستان حکومت ورته کومه سزا ورکوي هغه تیار دی. ‏

اڅکزي پرون په چمن پرلت کې دا څرګندونې کړي.

 هغه زیاته کړه: “زه د کلې اډه کهول وسيدونکې يم زما هديره د تار پر ابله خوا پاته شوې ده او ته به وماته وایې چې پر پاسپورټ به ځې”، هغه وویل څوک هم ‏دغه پرېکړې منلو ته تیار نه دی.‏

دا په داسې حال کې ده، چې د بلوچستان د سیمه ییز حکومت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي پر سپین بولدک- چمن لارې د تګ راتګ کوونکو لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط د عملي کیدو ټینګار کړی.

پاکستان له څو میاشتو راهیسې د چمن او بولدک پر لاره د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو پر اوسیدونکو د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لرل جبري کړل، چې توندو مخالفتونو سره مخ شو.

په دې لړ کې پښتنو ملتپالو له څو میاشتو راهیسې اعتراضي پرلت پيل کړی، چې لا هم دوام لري، خو کومه محسوسه پایله یې نه ترسترګو کیږي.