تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۴مه) د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي چې د طالبانو د افراطي کړنو له امله افغانستان د ډاکټرانو او نرسانو کمښت سره مخ دی.

نوموړې په خپله ایکس پاڼه( پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د افغانستان په روغتیایي سیستم کې ناورین د طالبانو د افراطي سیاستونو پایله ده.

مېرمن امیري په علم کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي: ” افغان ښځې او نجونې د ډاکټرې، انجینرې، دانشمندې او نورو مسلکونو په برخه کې خپل هېواد ته د خدمت له حقه محرومې دي.

 د طالبانو د روغتیا وزیر قلندر عباد هم څه موده مخکې وویل، چې د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو له کمښت سره مخامخ دي.

هغه په دې برخه کې د هڅو خبر ورکړ، خو ویې نه ویل چې له زده کړو د نجونو او ښځو د محرومیت له دوام سره به دوی دا ستونزه څنګه حلوي؟

د ۲۰۲۲ په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې، دوی له شپږم ټولګي څخه نجونو او ښځو ته د پورته زده کړو اجازه نه ورکوي.

د طالبانو دا او نورې افراطي کړنې د افغانانو او نړیوالو توندو غبرګونونو سره مخ شوي، خو دوی په خپلو کړنو کې کومه اصلاح نه ده راوستې.