تاند (سې شنبه، د ثور ۱۸ مه) «د جرمني لپاره متبادل» ګوند سیاستواله ماري تریسي کایسر پر افغان کډوالو د جنسي تیریو د احصایې د خپرولو په تور محکومه شوه.

۲۷ کلنه کایسر د دوشنبې په ورځ په محکمه کې په دې خاطر جریمه او په بند محکومه شوه چې په خپله سیمه کې یې د افغان کارګرو پر ضد کرکه خپروله.

دا د خپل دې اقدام په خاطر په ۶ زره یورو نغدې جریمې او دغه راز تر سلو ورځو پورې د ورځې په ۶۰ یورو جریمې محکومه شوې ده.

د دې ترڅنګ به د هغې په ریکارډ کې د جرم سابقه د تل لپاره ثبت وي.

د جرمني لپاره متبادل ګوند دې سیاستوالې د ۲۰۲۱ په اګست کې په خواله رسنیو کې لیکلي و چې د هامبورګ د ایس پي ډي (ګوند) ښاروال په غیربیروکراتیک ډول د افغان کډوالو په منلو د ډله ییز جنسي تجاوز ته هرکلی ویلی دی.

دې پوسټ ډېر عکس العملونه وپارول او هغه د توکمپالنې پر اساس وبلل شو.

د محکمې قاضي ویلي چې د کایسر څرګندونو د یوې ډلې خلکو پر ضد کرکه پارولې ده.

خو د دې ګوند (ایس پي ډي) د محکمې پر پرېکړه نیوکه کړې او ویلي یې دي ویلي چې په دې پرېکړې یې هڅه کړې چې د دوی د ګوند د غړیو خولې پټې کړي.

قاضي د کایسر د محاکمې په لړ کې وویل، په دې کې شک نه شته چې په جرمني کې د بیان ازادي شته خو دا ازادي نه شته چې څوک دې د یو چا یا یوې طبقې عزت او درنښت ته په سپکه سترګه وګوري.