د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو احتمالي کاندیده کاميلا هریس (کامله حارث) څوک ده؟
افغان تريبيون

کابل،دوشنبه ۱ زمری( اسد )۱۴۰۳/ ٢٢ جولاي ٢٠٢٤

د متحده ایالاتو ولسمشر او د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د دیموکرات ګوند کاندید، جو بایډن د یکشبنې په ورځ جولای ۲۱ (چنګاښ ۳۱) له خپلې نوماندۍ تیر شو او د خپلې مرستیالې کاميلا هریس ملاتړ یې اعلان کړ.

کاميلا هریس په ۱۹۶۴ کې د کالیفورنیا ایالت د اوکلنډ په ښار کې له هندۍ مور او جمېکايي پلار څخه زېږېدلې او ښوونځی یې په هغو کلونو کې لوستی چې په امریکا کې، په ځانګړي ډول ددغه هېواد په ښوونځیو کې، د نژادي کرکې د لمنځه وړلو هلې ځلې روانې وې.

کاميلا هریس د هارورډ پوهنتون څخه د حقوقو په برخه کې له فراغت وروسته، په ۲۰۰۴ کال کې لومړنۍ میرمن وه چې د کالیفورنیا ایالت د سان فرانسیسکو ښار څارنوالۍ مشره شوه او په ۲۰۱۱ کې لومړنۍ تور پوستې شوه چې د کالیفورنیا ایالت د څارنوالۍ د مشرۍ په توګه یې کار پیل کړ.

هریس په ۲۰۲۱ کې یو ځل بیا تاریخ جوړ کړ او لومړنۍ میرمن وه چې د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیاله وټاکل شوه.

د ولسمشر د مرستیالې په توګه د کار په کلونو کې هغې د سترې محکمې له لورې د جنین د سقط د قانوني حق د لغوه کولو په بحثونو کې رسا غږ لرلی او خلکو ته د حکومت په مرسته د ارزانه روغتیايي بیمو برابرولو او د درملو د نرخونو د راکمولو ملاتړ یې کړی دی.

حکومت همدارنګه نوموړې له مکسیکو سره په سرحد کې د کډوالو د مسئلې د حل موندلو لپاره مسئوله وټاکله خو د ۲۰۲۴ په ټاکنو کې د کډوالو مسئلې زیات ارزښت موندلی او په دې موضوع کې د بایډن ټاکنیز کمپاین دفاعي دریځ غوره کړی دی.

د جون په میاشت کې له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په مناظره کې د بایډن د کمزورې کارکردګۍ وروسته، هریس په ټاکنیزو کمپاینونو کې خپل ګډون زیات کړی دی.

ولسمشر بایډن د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ په راروانو ټاکنو کې له خپلې نوماندۍ تیر شو او له هریس څخه یې ملاتړ څرګند کړ. که د دیموکرات ګوند لخوا د هریس نوماندي تائید شي، نو نوموړې به د امریکا ولسمشرۍ ته د لومړنۍ هندي نژاده ااو تور پوستې کاندیدې په توګه یو ځل بیا تاریخ جوړ کړي.

دمتحده ایالاتو د کانګرس یو شمیر غړي وایي د جمهور رئیس او د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند کاندید، جو بایډن پدې پریکړې حیران شویدي چې د یکشنبې په ورځ یې ناڅاپه د کاندیدۍ څخه د لاس اخیستو اعلان وکړ او د خپلې مرستیالې کاميلا هریس څخه یې ملاتړ څرګند کړ.

دکانګرس دیموکراتو غړو د هغه دا پرېکړه ستایلې خو جمهوري غوښتونکو غړو ورباندې نیوکه کړې او د هغه استعفا یې غوښتې.voa