تاند (۴ شنبه، د ثور ۱۲ مه) په براتانیا کې د یوې خیریه موسسې افغان موسس او ټولنیز فعال فهیم ځاځي، د دغه هېواد یو مهم سلطنتي مډال ګټلی.
د دغه مډال ترلاسه کولو سره نوموړي « د برېتانیا د امپراتورۍ غړی» لقب هم ترلاسه کړی.
ښاغلي ځاځي ته دغه مډال، د ټولنیزو خدمتونو په درناوي یې د انګلستان د پاچا له لوري ورکړل شوی.
ځاځي، د افغانستان په ملي لباس کې د نوموړې جایزې له ترلاسه کولو وروسته په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې د دې جایزې په لاسته راوړلو ویاړي.
یو شمېر افغانانو، د نوموړي په دې لاسته راوړنې خوښي ښودلې او ویلي، چې نور بهر مېشتي افغانان دې هم په داسې لاسته راوړنو د خپل هېواد او ملت نوم هسک کړي.