لکه څنګه چې مو مخکې خبر ورکړی ی و، په دوحه کې د امریکا د متحده ایالاتو د سی آی ای مامورینو او د طالبانو د استخباراتو تر مینځ یوه نوې غونډی ته تابیا نیول کیږي.
په دی اړه نوي جزئیات دا دي: طالبانو ته نږدي یوې باخبره سرچینې ویلي، چې په دوحه کې به د امریکا له لوري د سي. آی. اې. د سیمه ییز دفتر کارکوونکي له طالب استازو سره په خبرو کې برخه واخلي.
د طالبانو د استخباراتي پلاوي استازیتوب به د دغی اداري د مشر ملا عبدالحق وثیق لخوا ټاکل شوي ځانګړي استازي کوي. سرچينه د طالبانو د استخباراتو د پلاوي نومونه او په طالبانی حاکمیت کي د هغوی موقفونه په لاندي ډول کاږي:
دا دري کسان دی چی په نږدي راتلونکی کی دوحې ته روان دي.
. ملا عبدالله غزنوي د طالبانو د استخباراتو د دفتر مشر.
٢. ډاکټر شمس الله ابو سعید، د طالبانو د استخباراتو د بهرنیو چارو د څانګې مشر
. ٣. ملا نور الحق نور، د استخباراتو د۱! مرکزي ادارې مخکښ مذاکره کوونکی. نوموړی د امریکا د استخباراتو له استازو سره د اړیکو مسوول هم دی.