تاند (چهارشنبه،د حوت ۱۶ مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان په اړه تازه خپاره کړي راپور کې ادعا کړې، چې پر افغانستان واکمن طالب چارواکي د خپل حاکمیت پر کلیدي مسایلو اختلاف لري.
د نوموړي په وینا، دا اختلاف له اقتصادي، سیاسي او امنیتي مسایلو د نشهيي توکو په کښت تر بندیز رسېږي.
سرمنشي په دې تړاو مشخص جزییات نه دي ورکړي، خو یو شمېر نور څارونکي هم باور لري چې د طالبانو یوه لویه برخه مشران نړیوالو او افغانانو سره په خپلو دریځونو او تعامل کې د نرمۍ پلویان دي.
له دې سره، ادعا کیږي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند زاده شاوخوا ته یوه محدوده ډله څېرې له هغه سره په افراطي دریځونو کې ملګري دي او لا نورو سخت دریځو کړنو ته ترجیح ورکوي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور چې نن خپور شوی؛ په کې طالبان په ادارې او تصمیم نیوکو پروسو کې خلکو ته د پراخ مشارکت نه ورکولو له امله ناکام بلل شوي او لیکل شوي، طالب چارواکو په سیمهییزه او ملي کچه د خلکو د ګډون لپاره د ژمنو او هڅو سره سره، په دې برخه کې هیڅ پرمختګ نهدی کړی.
په راپور کې دا هم لیکل شوي چې د طالبانو ټولې ګمارنې هم یوازې تر هغو کسانو محدودې دي چې د دوی رهبرۍ ته ژمن خلک دي.
طالب چارواکو او ویاندویانو ورته ادعاوې مخکې رد کړي، خو تازه راپور ته یې غبرګون نه دی ښودلی.
روانه اوونۍ د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ملګري ملتونه د لویو قدرتونو تر اغېز لاندې سازمان وباله او تور یې پورې کړ، چې یاد شوی سازمان د همدغو قدرتونو تر فشار لاندې د دوی خلاف دریځونه نیسي.