تاند (دوشنبه، د حوت ۲۸ مه) د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د بمبارۍ د ملاتړ په ترڅ کې وویل، که حتي په پاکستان کې یوه «تروریستي» حمله هم وشي، د افغانستان په خاوره کې به لا کلک ګوزارونه وکړي.

ده چې په پکتیکا او خوست کې د پاکستان د تیرې شپې له هوايي حملو وروسته خبرې کولې، زیاته کړه:«په یاد مو وي چې د یوه پاکستاني ژوند زموږ لپاره تر ټول افغانستان ډېر ارزښت لري، مطمینه اوسئ چې موږ امریکا نه یوو، موږ د پاکستان اسلامي جمهوریت یوو.»

د پاکستان پوځ او استخبارات، چې په دغه هیواد کې د واک اصلي خاوند ګڼل کېږي، عموماً د افغانستان پر ضد څرګندونې د جان اڅکزي په خوله کوي ځکه چې پښتون دی.

ده وویل، پاکستان د افغانستان اوسنی حکومت ټي ټي پي ته د پناه ورکولو په خاطر تر فشار لاندې راوړي او په دې کار کې بریالی دی.

د وروستیو راپورونو له مخې، د پاکستان د تېرې شپې په بمبارۍ کې د ۵ ښځو او ۳ ماشومانو په ګډون اته تنه ملکي افغانان وژل شوي دي.

پاکستان ادعا کړې وه چې په دې برید کې یې د ټي ټي پي یو قوماندان عبدالله شاه وژلی خو عبدالله شاه نن له وزیرستان څخه یوه ویډیو خپره کړه او ویې ویل چې د پاکستان د پوځ پر ضد مبارزې ته دوام ورکوي.