تاند (دو شنبه، د حوت ۷ مه) د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند د مشر نواز شریف لور مریم نواز د هغه د پلرني ټاټوبي پنجاب ایالت وزیر اعلی وټاکل شوه.
له هغې سره د سیمه ییز پارلمان یو بل غړی افتاب احمد خان هم سیالۍ ته ولاړ و، خو وروسته د هغه اړوند ګوند له ټاکنو سره بایکاټ وکړ او مریم نواز د ټولو ۳۷۱ رایو څخه د ۲۲۰ رایو په ترلاسه کولو دغه څوکۍ وګټله.
مریم نواز د اعلی وزیرې په توګه تر ټاکل کېدو وروسته په خپله لومړۍ وینا کې وویل، “دا د پاکستان د هرې خور او مور لپاره د ویاړ خبره ده چې د وزیراعلی پر څوکۍ نن یوه ښځه راغله.”
په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو د نوموړې ټاکل کېدو ته په غبرګون کې ویلي، چې پاکستاني ملایان، مفتیان او سیاستوال په خپل هېواد کې ښځو او نجونو ته د داسې ځلیدو فرصتونه برابروي، خو په مدرسو کې یې روزل شوي پر افغانستان واکمن طالبان نجونې لږ تر لږه د زده کړو د فریضې ادا کولو ته نه پریږدي.
د پاکستان یو شمېر چارواکو او مذهبي څېرو په ښکاره په دې اړه د طالبانو بندیزونه توجیه کړي او ویلي، چې له زده کړو د نجونو منع کول د افغانستان په کولتور کې ریښې لري.