تاند ( دوشنبه، د فبروری 12 کال 2024) د افغانستان د ملي امنیت پخواني لوی رییس رحمت الله نبیل په یوه تازه مرکه کې د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو خلاف د یوې وسله والې ډلې له مشر احمد مسعود او د هغه د متحد امرالله صالح سره د خپلو وروستیو لیدنو په اړه یو شمېر ادعاوې کړي.

نبیل ویلي، چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې دوی دواړو سره لیدلي او د طالبانو خلاف د یوه نوي ګډ روایت جوړولو غوښتنه ورڅخه کړې وه.

د ده په وینا، له لیدنو وروسته ورته معلومات رسیدلي چې دوی دواړو یوې مشخصې سیمې( اشاره یې پنجشېر ته ده) پورې د طالب ضد مقاومت د محدود ساتلو خبره کړې او ده ته یې مثبت ځواب نه دی ورکړی.

احمد مسعود او امرالله صالح د نبیل څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې مخکې هم دوی او ملي مقاومت جبهه په قومي او سمتي چلند تورن شوې او ویل شوي، چې په دغه ډله کې له پنجشېر پرته د نورو سیمو خلک نشته.

ورته ادعا څه موده مخکې د جمهوري نظام پر مهال هزاره توکمه لوی درستیز جنرال مراد علي مراد او یو شمېر نورو څېرو هم کړې وه.