تاند (۵ شنبه،د حوت ۱۷ مه) په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم ادعا وکړه چې د پاکستاني طالبانو تحریک( ټي ټي پي) پرمختللې وسلې ترلاسه کړي او ۵۰ زره ځواکونه یې پرې سمبال کړي دي.
ده له امنیت شورا وغوښتل چې د طالبانو له حکومت وغواړي چې له ټي ټي پي او هغو ډلو سره اړیکې وشلوي .چې له ټي ټي پي سره تړاو لري
اکرم دا خبرې د چهارشنبې په ماښام د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته وکړې.
د منیر اکرم دغو څرګندونو او ادعاوو په اړه لا په افغانستان کې د طالبانو حکومت څه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې د ټي ټي پي یا نورو ډلو د تمویل او تجهیز تورونه رد کړي وو.
په دې اړه دا خبرونه هم لوستلي شئ: